د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په ۲۰۳ منصوري قول اردو کې ۲۸ عرادې بیلابیل ډول پوځي وسایط ترمیم شوي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ٢٠٣ منصوري قول اردو په حمایې کنډک کې د مسلکي او تخنيکي ټیم له لوري د څلورمې پلې لواء اړوند ۲۸ عرادې بیلابیل ډول پوځي وسایط ترمیم او گټې اخيستنې ته چمتو کړل.
په ترمیم شوو وسایطو کې ۱۹ عرادې رنجر ۴ عرادې زرهي امبولانسونه او ۵ عرادې نظامي امبولانسونه شامل دي.
نږدې دوې اوونۍ وړاندې هم ملي دفاع وزارت اړوند په ۲۱۷ عمري قول اردو کې سلگونه بېلابېل پوځي وسایط ترمیم شوي وو.
په ترمیم شوو وسایطو کې ٩٢٧ عرادې رنجر، ٩٣ عرادې هاموي ټانگونه، ١١٨ عرادې انټرنېشنل، ٢٢ عرادې ضربتي ټانگونه، ٧ عرادې کرنگ، ٩ عرادې فورکلفت، ٩ عرادې گرځنده ورکشاپونه، ١٣ عرادې کاماز موټر او زيات شمېر وسلې شاملې وې.
د ملي دفاع وزارت سربېره د کورنیو چارو وزارت هم گڼ پوځي وسایط بېرته ترمیم کړي، چې اوسمهال د پولیسو په واک کې ورکړل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت په تېرو څه کم درېیو کلونو کې سلگونه پوځي وسایط بیا ترمیم کړي دي، چې اوسمهال د افغان پوځ په واک کې دي.