د هېواد ملي دفاع وزارت، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملي اسلامي اردو هوایي ځواک د ژغورنې ټیمونه لا هم د هېوادوالو په چوپړ کې دي.
وزارت زیاته کړې، چې تر دا مهاله ۸۳ د هلیکوپټرو پروازونه تر سره شوي، چې پهکې یو تن شهید او څه باندې ۱۰۰۰ تنه ټپي هېوادوال انتقال شوي دي.