د عزیزي ګروپ عمومي رئیس میرویس عزیزی، د کنړ او ننګرهار په زلزله‌ځپلو سیمو کې د زیانمنو هېوادوالو د ملاتړ په موخه د ۵۰۰ میلیونه افغانیو مرسته اعلان کړه.

ښاغلي عزیزي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې اغېزمنو سیمو د دقیقې سروې او د اړتیاوو د تثبیت په موخه یې د عزیزي خیریه بنسټ یو ځانګړی ټیم یادو سیمو ته استول شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د سروې تر بشپړېدو وروسته به یادې مرستې په عاجل ډول د زیانمنو کورنیو او اړمنو سیمو ته ولېږدول شي.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلي عزیزي تر دې وړاندې هم په بېړنیو حالاتو کې د خپل خیریه بنسټ له لارې د هېوادوالو لاسنیوی کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version