په هلمند کې د ۲۱۵ عزم قول اردو د دوهمې پلې منصوري لواء د انجنيري امريت د دغه ولایت په سنگین ولسوالۍ کې یو پُل جوړ کړی دی.

د ۲۱۵عزم قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد پُل د سروان کلا په سیمه کې جوړ شوی، چې د گڼو خلکو د تگ راتگ ستونزې ورسره هوارې شوې دي.: «په هلمند کې د ۲۱۵ عزم قول اردو د دوهمې پلې منصوري لواء د انجنيري امريت له خوا د سنگين ولسوالۍ د سروان کلا په سیمه کې د هېواد والو د تگ راتگ لپاره له کانکرېټي موانعو يو پُل جوړ او گټې اخيستنې ته وسپارل شو.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ۲۱۵ عزم قول اردو په تېرو لسو ورځو کې د گڼو توکو د قاچاق مخنیوی کړی دی.:«د ۲۱۵ عزم قول اردو د کشف او استخباراتو مديريت د تېرو لسو ورځو په موده کې د یو لړ کشفي راپورنو پر بنسټ د مختلفو توکو د قاچاق مخنیوی کړی دی. د يادو ورځو په موده کې د گرمسیر ولسوالۍ په صفار سيمه کې اته عرادې موټرونه چې مختلف توکي يې پاکستان ته لېږدول نیولي او په تړاو یې اته تنه هم نیول شوي دي.»

همدا راز یادې قول اردو په نیمروز کې هم ۹ عرادې سیفا موټرونه چې سگرېټ، کېمیاوي سره او سمرسېبلې پکې بار وو او هېواد ته په قاچاقي توگه واردېدل نیولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version