ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۶ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي.

۲_د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ٦٠٠ تنه ځوان منسوبين فارغ شول.

۳_د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت: د کبانو سکټور د پراختیا طرحه تائید شوه.

۴_د ۲۱۵ عزم قول اردو منسوبينو هېواد ته د سلګونه کیلو ګرامه نشه‌یي توکو د قاچاق مخنیوی کړی.

۵_له شپږو هېوادونو سره د پولو‌ او ډيورنډ فرضي کرښې د خونديتوب په موخه ۷۶۵ پوستې ځای پرځای شوي.

۶_د اقتصادي بنسټونو او مهمو پروژو د ساتنې لسګونه منسوبین له يو لړ زده‌کړو فارغ شول.

۷_د سټنډرډ ملي اداره: تېر کال په بېلابېلو برخو ۶۴ سټنډرډونه تصویب شوي.

۸_د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت: ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت شپږ پروژې منظورې کړې.

۹_مولوي امیرخان متقي او بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر ټلیفوني خبرې کړي.

۱۰_‏د ملي دفاع وزارت سرپرست او لوړپوړي ازبکستاني پلاوي پر سرحدي همکاریو خبرې کړي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_سراوان کې د سپاه پاسداران اړوند افغان او پاکستاني ۱۲ غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

۲_بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې په درې جلا بریدونو کې اته پاکستاني عسکر وژلي.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د امريکا محکمې ټرمپ ته له دغه هېواد څخه د افغانانو د اېستلو اجازه ورکړه.

۲_د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: که اړتيا پېښه شوه، يو وار بيا پر ايران بريد کوم.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version