د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالې ادارې راپور ورکړی، چې په تېرو اتو ورځو کې د سختو جګړو له امله د موزمبيق «کابو ډیلګاډو» ولایت څخه ۴۶زره کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي.
د راپورونو لهمخې، داعش په دغه سيمه کې خلک وژني، ماشومان اختطاف کوي ترڅو په راتلونکي کې یې د ځان په ګټه وکاروي.
د موزمبیق یاده جګړه ځپلې سیمه د طبیعي ګازو لویې زیرمې لري، چې فرانسوي «ټوټل انرجیز» شرکت یې وار له مخه د استخراج لپاره چمتووالی ښودلی دی.