ملګري ملتونه وایي په یمن کې حوثي شعیه وسلوال چې ایران یې تر شا ولاړ دی په قوي نظامي سازمان د بدلیدو په حال کې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو یو راپور کې چې تېره ورځ خپور شوی پکې راغلي؛ چې حوثیان د حماس او حزب‌الله له جګړو څخه په ګټې اخیستنې د خپل نظامي حالت پر پیاوړي کولو بوخت دي.

د دې راپور پر اساس، د غزې تر جګړې وړاندې حوثي شعیه وسلوال یوه سیمه ایزه وسله واله ډله وه چې وړتیاوې یې محدودې وې خو اوس پر یوه پیاوړي نظامي سازمان بدل شوي او د فعالیت وړتیا یې یوازې تر هغو سیمو محدوده نده چې د دوي تر واک لاندې دي.

د یادونې وړ ده چې حوثي شعیه وسلوالو په ۲۰۱۴ کال کې د یمن پلازمېنه صنعا په نړیواله کچه له پیژندل شوي حکومت څخه نیولی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version