د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي‏ په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر، فیصل طلق البقمي سره کتلي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې لیدنه کې پر سیمه‌ییزو تحولاتو او د چین اورمچي ښار کې د پاکستاني رژیم او افغان حکومت ترمنځ پر ترسره شویو مذاکراتو خبرې شوې دي.‏

ښاغلي متقي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې مثبتې بللي او هیله یې څرگنده‏ کړې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړيکې په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې لا پراخې شي.

په ورته مهال کابل کې د سعودي عربستان سفیر ویلي، چې هېواد ته يې افغانستان کې سیاسي، امنیتي ثبات او اقتصادي پرمختګ اهمیت لري او په یادو مواردو کې د افغانستان ملاتړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version