د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس ذاکر جلالي وايي، چې امیرخان متقي به راتلونکې اونۍ ایران، چین او د سيمې یو شمېر نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

ښاغلي جلالي پر خپله اېکس پاڼه د دې سفرونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

هغه دا څرګندونې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل هندي سیال سره تر ټلیفوني خبرو وروسته کړې دي او په وينا یې کابل په وروستیو کې د ګڼو بهرنیو پلاوو کوربه وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version