بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي او د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي په ټيليفوني خبرو کې پر دوه اړخیزو مسایلو، غزه کې بشري بحران او له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهير په تړاو خبرې کړي.
سرچینه زیاتوي، چې ښاغلي متقي غزه کې انساني وضعیت کړکېچن یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې اسلامي هېوادونه دې خپل مسؤولیت ادا او د غزې پر خلکو د اسرائیلي رژیم له خوا تپل شوی د لوږې او نسلوژنې ډلهییز کړاو پای ته ورسوي.
نوموړي همداراز له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستنې لړۍ د اندېښنې وړ بللې او ټینګار یې کړی، چې د کډوالو د اېستلو پرمهال بايد د تدریج او با عزته ستنېدو اصل ته درناوی وشي.
له بل لوري بيا عباس عراقچي د کډوالو په اړه د ښاغلي متقي اندېښنه پر ځای بللې او په وينا یې هڅه کوي، د افغان کډوالو حقوق خوندي کړي.
عراقچي همدا راز د غزې کړکېچ ته د حللارو موندلو په موخه د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې رابلل يوه اړتيا ګڼلې.