د هېواد بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د نوي ټاکل شوي مشر، جوهانیز بروور سره کتلي او د هغه د باور لیک نسخه یې ترلاسه کړې ده.
بهرنیو چارو وزارت وایي، ښاغلي متقي د سره صلیب نوي مشر ته په افغانستان کې د نوي مأموریت د پیل به مناسبت د بریا هیله کړې او د چارو د ښه پرمخ وړلو په برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
په ورته مهال، د سره صلیب نوي مشر په افغانستان کې د خپل مأموریت پر پیل خوښي ښودلې او ژمنه یې کړې چې د خپلې کاري دورې پر مهال به له اړوندو امارتي ادارو سره په نږدې همغږۍ د بشري خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکړي.
