د صهیونیستي رژیم پخواني لومړي وزیر ایهود باراک ویلي، چې دا مهال له ایران سره جګړه هېڅ منطقي توجیه نه لري.

باراک په یوه ټلویزیوني مرکه کې زیاته کړې، چې د ایران اټومي پروګرام له منځه وړل ناممکن دي او یوازینۍ لاره یې د جګړې له لارې د دغه هېواد نظام نسکورول دي، خو اوس امریکا دا کار نه کوي او نه یې هم پخوانیو ولسمشرانو دا کار کړی دی.

د نوموړي په وینا، امریکا په ویتنام، عراق او افغانستان کې جګړې بایللي او اوس نه غواړي پر ایران برید وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version