د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ټلیفوني اړیکې له لارې پر دوه اړخیزو اړیکو، وروستیو سیمه‌ییزو مسایلو او په ځانګړې توګه د پاکستان له خوا د افغانستان د حریم د نقض په تړاو‏ خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له‌‌مخې ښاغلي متقي ویلي، چې افغانستان د جګړې پلوی نه دی، بلکې په سر کې هم پاکستاني لوری د افغانستان د حریم په نقضولو د جګړې پیلوونکی و.

ښاغلي متقي زیاته کړې، چې نن د هېواد د ملي دفاع وزیر په مشرۍ په دوحه کې پاکستاني لوري سره خبرې کېږي‏ او «موږ خبرو ته په درنښت منتظر یو چې کومو پایلو ته رسېدلای شو.»

له بل لوري د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو پر پیل خوښي ښودلې، د ډیپلوماسۍ له لارې يې د مسئلې پر حل ټینګار کړی دی او له خپله اړخه یې دې برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version