د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر مولوي امیرخان له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره کتلي.

ښاغلي تکل زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر لا پیاوړتیا، د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او پر سیمه‌ییزو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

‏د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له خوا د افغانستان حکومت د رسمیت پېژندنې پرېکړه ستایلې او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو په مسیر کې مهم او تاریخي بدلون بللی دی.

نوموړي وړاندې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې، سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو او ټرانسپورتي دهلیزونو په برخو کې د متقابلې همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

له بل پلوه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغان حکومت رسمیت پېژندنه د کابل او مسکو تر منځ په سیاسي، اقتصادي او نړیوالو همکاریو کې بې‌سارې فرصتونه رامنځته کړي دي.

نوموړي د خبرو پر دوام د نشه‌یي توکو د قاچاق د مخنیوي، د امنیت ټینګښت او نورو برخو کې‏ د افغان حکومت هڅې ستایلي او ټینګار یې کړی چې د مسکو فارمټ په څېر سیمه‌ییزو میکانیزمونو څخه هم دې اغېزمنه استفاده وشي.

نوموړي وړاندې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او خپلواک دریځ ستاینه کړې او د سیمي په ګټه یې بللي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version