له څه مودې راهیسې د پرځېدلي جمهوریت تښتېدلي سیاستوال د یوې داسې غونډې د جوړولو خبره کول، چې په حقیقت کې د دوی د ننداریزو غونډو او خبرو اترو په لړ کې یوه بله ناکامه هڅه وه؛ هغه غونډه چې ټاکل شوې وه د اګست په ۲۵ او ۲۶ جوړه شي، خو له یوې میاشتې ځنډ وروسته بالاخره د سپټمبر په ۲۹ او ۳۰ جوړه شوه.

بې له شکه دا غونډه چې د «وحدت او اعتماد په لور لومړنۍ سیمه‌ایزې خبرې اترې» تر نامه لاندې د پاکستان په اسلام آباد کې جوړه شوې وه، له یو تش کالبوت پرته بل څه نه ده او د دغو ناکامو ګوندونو او ډلو پر اختلافاتو او شخړو به هېڅ اغېزه و نه کړي.

له بلې خوا، دا ډول غونډې او راټولېدل چې د جمهوري نظام له ړنګیدو وروسته په پرله پسې ډول ترسره کېږي، د دغو بدنامو څېرو لپاره یې هېڅ ګټه نه ده کړې او د هغوی هېڅ درد یې نه دی دوا کړی.

دغو غونډو نه یوازې خپل له لاسه وتلی موقف بېرته نه دی ګټلی، بلکې هره ورځ دوی د خپلو شرمناکو سوابقو او د بهرنیو بادارانو د بې باورۍ له امله د ماتې سره مخ کېږي او ورځ تر بلې نور هم هېرېږي؛ لکه څنګه چې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته په لومړیو ورځو کې، د دوی غونډې او راټولېدنې په اروپایي او آسیایي هیوادونو کې په مطرح ډول ترسره کیدلې، خو نن ورځ یې پاکستان ته – هغه هیواد چې د افغانستان او د هغه ملت لپاره یې له بدبختۍ او مصیبت پرته بل څه نه دي راوړي – پناه وړې ده.

که څه هم په دې غونډه کې د پخواني حکومت ځینې سیاسي مشهورې څېرې برخه نه لري، خو بیا هم په دې غونډو کې هر ګډون کوونکی د فساد او بې کفایتۍ اوږده سابقه لري او د هر یوه کارنامه له خیانت او وطن‌پلورنې ډکه ده.

د جمهوریت په شلو کلونو او تر هغه وروسته په تېرو څلورو کلونو کې د دې کسانو فعالیتونو په ښه توګه ښودلې ده چې دا منفورې څېرې، د خپلو ټولو ادعاوو سره سره، هېڅکله نه دي توانېدلي چې پر یوه دسترخوان راټول شي او د خپلو بدنامو ګوندونو او ډلو ترمنځ حتی سمبولیک یووالی رامنځ ته کړي.

له بلې خوا، د دې کسانو شرموونکې کارنامې هېڅکله د افغان ملت له عامه ذهنونو څخه نه دي پاکې شوې او همدغه چاره د دې لامل شوې چې هېڅکله ونه شي کولای چې د خپلو ماسکونو په پرله پسې بدلولو سره، خپل رښتینی مخ پټ کړي.

هغه کسان چې په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ له لومړیو ورځو څخه تر وروستیو شیبو پورې او حتی وروسته له دې چې د دې خاورې د کړېدلي ملت له خوا وشړل شول، د خپلو شخصي ګټو له خوندیتوب پرته بله هېڅ اندیښنه نه درلوده.

اوس هم چې دې تښتیدلي کسانو د خپلو غربي بادارانو څخه له نا امیدۍ وروسته د پاکستان لمن ته پناه وړې او د دې هیواد د آی ایس آی تر چتر لاندې غونډې جوړوي او د خپل ملت او هیواد پر ضد خبرې کوي، بیا هم نه دي توانېدلي چې کار په مخ بوځي او هیڅکله به هم لاسته راوړنه و نه لري.

په پایله کې، دا غونډه او لسګونه ورته نورې غونډې له یوې تکراري او بې محتوا نندارې سره ورته والی لري؛ یوه داسې ننداره چې نه داخلي مخاطب لري او نه له پولو بهر څوک ورته ارزښت ورکوي. دا ډول غونډې د دې پر ځای چې افغانستان او د هغه کړېدلي ملت ته ګټه ورسوي، د دغو څېرو د بیا مطرح کیدو او استخباراتي قدرتونو ته د دوی د وفادارۍ د ښودلو وسیله ده او بس.

له همدې امله، په بشپړ باور سره ویلای شو چې افغان ملت به په پوره پوهاوي او د دغو څېرو له تېر ترخو تجربو سره، هېڅکله د دغو تشو سیاسي مانورونو قرباني نشي؛ ځکه تاریخ ښه ثابته کړې ده چې دا ماتې شوې ډلې که په هر لباس کې را څرګندې شي، له خیانت، فساد او وابستګۍ پرته بل څه د وړاندې کولو لپاره نه لري.

هېره دې نه وي چې دا غونډه به هم د دوی د نورو غونډو په څېر، د کارکردګۍ د نشتوالي له امله، هېڅکله دغه کسان ارام نه کړي او د دوی بدې موخې به نه پوره کوي. له همدې امله، له تمې لرې نه ده چې یو څه موده وروسته به دا کسان خپل ځان د بل څښتن لمن ته وغورځوي او یوه بله ناکامه غونډه به پیل کړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version