ځایي امنیتي سرچینې وایي، نن چهارشنبه مازدیګر مهال د خوست د تڼیو ولسوالۍ ورژلي سیمه کې پر فرضي کرښه د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته پیل شوې ده.

د سرچینو په وینا، په دې نښته کې له دواړو لوریو د سپکو او درنو وسلو ډزې روانې دي.

د معلوماتو له مخې، جګړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني لوري بې‌ له اجازې د تېرې اونۍ د نښتې پر مهال د خپلو یو شمېر هلاک شویو عسکرو د جسدونو د پورته کولو هڅه وکړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version