د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر، فیصل طلق البقمي سره کتلي.
بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې لیدنه کې پر سیمهییزو تحولاتو او د چین اورمچي ښار کې د پاکستاني رژیم او افغان حکومت ترمنځ پر ترسره شویو مذاکراتو خبرې شوې دي.
ښاغلي متقي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې مثبتې بللي او هیله یې څرگنده کړې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړيکې په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې لا پراخې شي.
په ورته مهال کابل کې د سعودي عربستان سفیر ویلي، چې هېواد ته يې افغانستان کې سیاسي، امنیتي ثبات او اقتصادي پرمختګ اهمیت لري او په یادو مواردو کې د افغانستان ملاتړی دی.
