‏د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون رئیس مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې له ایرانه د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

ښاغلي حنفي د یاد کمیسیون په خبري کنفرانس کې زیاته کړې، چې دغو کډوالو ته په عادي ډول په بېلابېلو برخو کې دا مهال خدمتونه وړاندې کېږي.

ښاغلي حنفي همداراز ویلي، چې د وسایلو او کارکوونکو د شمېر له زیاتېدو سره کډوالو ته د خدمتونو په وړاندې کېدو کې لا ښه‌والی راغلی دی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې له ایرانه د افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې او په ورځني زرګونه هېوادوال له دغه هېواده افغانستان ته ستنېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version