‏په قرغیزستان کې د افغان سفارت سرپرست، مولوي عبدالشکور حقاني په کوربه هېواد کې د هند د خپلواکۍ ورځې په نمانځغونډه کې ګډون کړی.

د یاد سفارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي حقاني د هند سفیر بیرېندر سِنګ سره کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو له پیاوړتیا خوښي ښودلې او د لا پراختیا هیله یې څرګنده کړې ده.

د یادې نمانځغونډې په ترڅ کې مولوي عبدالشکور حقاني له یوشمېر سفیرانو او ډیپلوماټانو سره پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version