د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبير د يوې غونډې په ترڅ کې هغه سوداګر او د خيريه بنسټونو استازي ستایلي، چې له بېوزله افغان کډوالو سره یې مرستې کړې دي.

سرپرست وزیر ویلي، چې اقتصادي پرمختګ او هېواد کې د کاري فرصتونو رامنځته کول د سرپرست حکومت لومړیتوب دی او هڅه کوي چې له دې لارې اړمنو ته د ښه ژوند زمینه برابره کړي.

نوموړي یو ځل بیا په کوربه هېوادونو غږ کړی چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او د هغوی پر وړاندې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

ياده دې وي چې، په دې وروستيو کې د پاکستان او ايران هېوادونو له لوري د افغان کډوالو نيول او ربړول ډېر شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version