د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دوکتورا برنامې محصلینو سره کتنه کې ویلي؛ په دې وروستیو کې نړۍ د اسلامي امارت د حاکمیت په درک سره په خپلو څرګندونو کې بدلون راوستی دی.

مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو پر دوام ویلي، نږدې راتلونکي کې به له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم سیاسي اړیکې پیل شي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې شته ستونزو ته د حل لارې چارې لټوي او له شته سولې او امنیت څخه به د افغانستان د ابادۍ لپاره ښه استفاده وکړي.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې دې وروستیو کې افغانستان ته د نړۍ هېوادونو د استازو تګ راتګ زیات شوی او له اسلامي امارت سره یې د مثبت تعامل او اړیکو پر پراخېدو خبرې کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version