د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس مولوي مطيع الحق خالص د اقليم بدلون په ملي کنفرانس کې ويلي، چې اقليمي بدلون يوه نړيواله پديده ده او د دې پديدې پر وړاندې د مبارزې لپاره ګډو اقداماتو ته اړتیا ده او د اقلیمي بدلون موضوع د نړۍ په کچه د هر انسان ژوند ته ګواښ دی.

د ښاغلي خالص په وینا، دا مهال افغانستان د ۱۶ نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونو غړیتوب لري، تعهداتو ته یې ژمن دی؛ خو له بده مرغه نړیواله ټولنه له افغانستان سره د مور او میرې چلند کوي سره له دې چې د پاریس تړون له مخې نړیوال مکلف دي چې د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو څخه له زیانمو هېوادونو سره همکاري وکړي.

ښاغلي خالص له نړیوالو غوښتنه کړې چې چاپېریالي موضوعات سیاسي نه کړي او خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رئیس ویلي، د افغانستان اسلامي امارت په خپل ټول توان دې ته ژمن دی چې د موجوده امکاناتو پر مټ له اقلیمي بدلون سره مبارزه وکړي؛ خو دا چې اقلیمي بدلون نړیواله پدیده ده، مشترکو نړیوالو اقداماتو ته اړتیا لري او دا د نړیوالو مسئولیت دی چې له اقلیمي بدلون څخه اغېزمنو هېوادونو سره تخنیکي او مالي همکاري وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version