پاکستان کې د افغانستان سرپرست سفیر سردار احمد شکېب پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشرې فیلپاکندلر سره کتلي دي.
اسلام اباد کې د افغاستان سفارت ویلي، دې کتنه کې افغان سفیر اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان وګړو د نیول کېدو او ځورونې په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د POR ،ACC او شارپ ټوکن لرونکو له حقونو څخه دفاع او د هغوی لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې باید یونیسیار لازم اقدامات وکړي.
د سفارت په خبرپاڼه کې د ښاغلي شکیب له قوله ویل شوي، پاکستاني پولیس د افغان کډوالو د کورنو تلاشي پرمهال هغه افغان هم نیسي چې قانوني اسناد هم لري او په ځینو مواردو کې ورڅخه د رشوت او ډېرو پیسو غوښتنه کوي.
په ورته مهال د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشري فیلیا هم پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول او ځورولو په اړه اندېښنه ښودلې په خبره یې، په دې اړه ورته شکایتونه رسېدلي.
نوموړې ډاډ ورکړی، چې د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند د پای موندلو لپاره یې د پاکستان حکومت سفیرانو، بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو چارواکو سره څوغونډې کړې دي او په راتلونکو ورځو کې به هم پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.