رویټرز راپور ورکړی، چې په میانمار کې د واکمنې پوځي ډلې هوايي ځواکونو د دغه هېواد په راخاین ایالت کې یو لوی دولتي روغتون په نښه کړی دی.
راپور زیاتوي، چې د دې برید له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۷۰ ډېر ټپیان دي.
د وژل شویو کسانو په ډله کې ناروغان هم شامل دي.
عیني شاهدانو ویلي، چې د روغتون ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
