د عبدالله بن مسعود رض د جګړهییزو ګډو زدهکړو قومندانۍ وایي، د اسلامي ملي اردو ۹۱ سرتېري د دغې قومندانۍ د جګړهیيزو ځواکونو ښوونځي «د شپې لېزر دوربین» له مسلکي زده کړو فارغ شول.
پوځي مسئولینو په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې پر مسلکي زده کړو ټینګار کړی.
دوی ویلي، چې د فارغ شویو لېزري ځواکونو هر ګوزار به د دښمن خوب حرام او د هغوی سکون له منځه یوسي.
ورته مهال نویو فارغ شویو مسؤلینو ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه به په مېړانه دفاع کوي.
