د میدان وردگو د صنعت او سوداگرۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د وطني غوړیو او کونجاړې د تولید کارخونې په کار پیل وکړ.

له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرباڼه کې ویل شوي، په دغو کارخونو شپږ مېلیونه افغانۍ پانگونه شوې، چې لسو تنه پکې په مستقیم او لسگونه نورو ته په نامستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د میدان وردگو د صنعت او سوداگرۍ رئیس محمد خان ځواک د یادو کارخونو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د غه کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۳۰۰ کیلو کونجاړې او یو ټن وطني غوړیو د تولید ظرفیت لري چې د سیمې ۱۰ تنو ته يې په مستقم او یو شمېر نورو ته يې په نامستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

نوموړي وویل، د صنعت د ودې په برخه کې یاده کارخونه یو غوره اقدام دی، موږ ژمن یو چې په خصوصي سکتور ته د پانگه‌والو لپاره غوره فرصتونه برابرکړو.

نوموړي پانگه‌والو ته ژمنه ورکړه، چې د تولید او بازار موندنې د ستونزو د حل لپاره به یې جدي اقدام وکړي.

په هېواد کې د بشپړ امنیت او د پانگه‌والو څخه د نه باج اخیستنې له امله گڼ پانگه‌وال اوس هېواد ته راغلي دي او غواړي چې په بېلابېلو برخو کې پانگونه وکړي او کورني تولیدات زیات کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version