چهار شنبه/ د وري ۸مهد افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملکرو ملتونو د امنیت شورا لخوا به غزه کې د اوربند د رامنځ ته کېدو په موخه د پرېکړه لیک د تصويب هرکلی کړیدی.
د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا څخه غوښتي، چې ژر دې د اوربند تصويب شوی پرېکړه لیک عملي کړي، څو هلته د روان ناورين مخنيوی وشي.
دغه وزارت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او همدا راز د تاثير لرونکو هېوادونو څخه غوښتي، د دې پرېکړه ليک ترڅنګ دې په عملي توګه د فلسطینيانو د نسل وژنی مخنیوی وکړي.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا تېره ورځ پخپلې وروستۍ ناسته کې په غزه کې د عاجل اوربند د رامنځ ته کېدو په موخه پرېکړه لیک تصويب کړ.
د رسنیو د راپورنو پر اساس ويل کېږي، چې په غزه کې د جنګ څه باندې ۱۷۰ ورځې تېرېږي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یادو ووځو په تېرېدو سره ایله په دې وروستیو کې وتوانېده، چې په غزه کې د عاجل اوربند د رامنځته کېدو په موخه د ۱۴ مثبتو رائیو په کارولو سره پرېکړه لیک تصويب کړ.