د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کې د پاکستاني رژیم پر عسکرو د ترسره شوي سرتېري برید مسئولیت ومانه.
د خبرپاڼې له مخې، برید له یادې ډلې سره د تړلي “اسود الخراسان” ګروپ “الحامد” سرتېري کنډک یو غړي ترسره کړی دی.
اسود الخراسان ګروپ ویلي، چې د دې برید په اړه به نور جزئیات وروسته خپاره شي.
د یادونې ده چې برید نن (جمعه) ماښام مهال ترسره شوی دی.
