د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په میرعلي تحصیل کې نن سهار د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د پوځ پر مرکز برید کړی او د وروستیو راپورونو له‌مخې جګړه لا هم دوام لري.

د پاکستان امنیتي چارواکو منلې، چې په دې برید کې یې اووه عسکر هلاک او ۱۳ نور ټپیان شوي دي

د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې، ویلي چې برید د دوی سرتېري کنډک پر یاد پوځي مرکز د موټر بم له چاودنې سره پیل کړی او ورپسې يې بريدګر کمپ ته دننه شوي.

دې ډلې په یوه خپره شوې اعلامیه کې د لسګونه پاکستاني پوځیانو د هلاک او ټپي کولو ادعا کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version