له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، نامعلومله وسله‌والو تېره شپه د ټانک ولسوالۍ د احمد ګل په نوم د ځایي اربکیانو یو قومندان په ډزو وژلی دی.

د سرچینې په خبره، پر یاد قومندان برید د صدر پولیس مرکز ته نږدې سیمه کې شوی چې پر مهال یې د مقید په نوم د نوموړي د څنګ یو ملګری هم ټپي شوی دی.

پر یاد اربکي د برید مسئولیت کومې ډلې نه‌دی منلی او نه هم ځایي امنیتي سرچینو په دې اړه څه ویلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version