د راپورونو لهمخې، د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د خپل روسي سیال سرګي لاروف په رسمي بلنه مسکو ته تللی دی.
د معلوماتو لهمخې، نوموړی به په دې سفر کې له ولسمشر پوتین او نورو لوړپوړو روسي چارواکو سره وویني.
ویل شوي چې، د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرې به د دې سفر بله مهمه موضوع وي، چې ترکیه یې منځګړیتوب کوي.