د برازيل د بهرنيو چارو وزارت د اعلان له مخې نایجیریا چې د افریقا څلورم لوی اقتصاد او د نړۍ شپږم ډیر نفوس لرونکی هیواد دی په رسمي ډول د بریکس سازمان د ملګرو هېوادونو په ډله کې شامل شو.

نایجیریا د نهم هېواد په توګه له بیلاروس، بولویا، کیوبا، قزاقستان، مالیزیا، ټایلنډ، یوګانډا او ازبکستان وروسته د بريکس سازمان د ملګرو هېوادونو سره یوځای شو.

بريکس سازمان په لومړي ځل په ۲۰۰۹ کال کې د برازيل، روسيې، هند او چين له لوري جوړ شو چې وروسته بيا په ۲۰۱۰ کال کې سوت‌ افريقا هم د ياد سازمان غړی هېواد وګڼل شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version