د صهیونیستي رژیم «I-24» خبري شبکې راپور ورکړی، چې پر ایران د دغه رژیم له بریدونو وروسته د فلسطین له اشغال شویو سیمو (اسرائیل) څخه دوه الوتکې په بېړني سفر وتلي.
سرچینې اټکل کړي چې شاید په دغو الوتکو کې د صهیونیستي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو تښتېدلی وي.
له بل لوري راپورونه وایي، ایران په لومړي غبرګون کې د فلسطین اشغالي سیمو په لور خپل ساخت ۱۰۰ د شاهد په نوم پرمختللي ډرونونه توغولي دي.