له پاکستان څخه راپورونه وايي، چې په دغه هېواد کې د مذهبي ګوندونو د غړو وژنه دوام لري او نن د کراچۍ ښار په مومن آباد ښارګوټي کې د جمعيت علماء اسلام مرستيال امیر مولانا شهزاد نا معلومه وسله والو په ډزو وژلی دی.
په دې وروستيو کې د جمعيت علماء اسلام ګوند د غړو او مشرانو وژنه په پراخه کچه ډېره شوې او دا لړۍ له پښتونخوا او باجوړ څخه تر بلوچستان او سند پورې رسېدلې ده.
ياده دې وي چې د جمعيت علماء اسلام ګوند د غړو اکثره وژنې داعش ډلې په غاړه اخيستې؛ خو په دې وروستيو کې یې کومه ډله په غاړه نه اخلي او په عام باور پاکستاني رياست د دې وژنو تر شاه پراخ لاس لري.