د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د واورو، تېزو بارانونو، تند بادونو او د سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی.

د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، سبا سه شنبه (د وري ۵مه) د سالنګونو په ګډون بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، کونړ، بلخ، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، زابل، هلمند، ارزګان، دایکندي، غور، هرات، فراه، بادغیس، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د واورې، باران ورېدو، تالنده برېښنا او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version