د سیمه‌ییزو سرچینو د راپورونو له‌مخې، د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې ناڅرګندو وسله‌والو د سیلانیانو پر یوې ډله ډزې کړې، چې له امله یې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

راپورونه وايي، بریدګر له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

محلي امنیتي چارواکو د برید پخلی کړی او په اړه یې د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.

تر دې دمه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه‌دی منلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version