‏نوموړي زياته کړې، چې پاکستان د افغانانو دښمن دی، باید د دښمن چلند ورسره وشي او په خبره یې دغه هېواد هڅه کوي چې په افغانستان کې یوې بلې کورنۍ جګړې ته لار پرانېزي.

خبريال او سياسي شنونکی ميرويس افغان وايي، په داسې حال کې چې پاکستان، چین او افغانستان د اګست پر ۲۰ مه کابل کې غونډه کوي، پاکستان د خپل دوه مخيتوب له مخې هم مهاله د اګسټ په وروستیو کې اسلام اباد ته د افغان حکومت مخالفین وربللي دي.

ميرويس افغان وايي، پاکستان له اقتصادي اړخه د دیوالي کېدو پر څوکه ولاړ دی او علت یې په افغانستان کې د جګړې پای دی.

‏نوموړی همدا راز وايي:«اسلام اباد ته د پخوانیو ټوپکیانو او پاکستان پلوه ځینو افغانانو وربلل دا معنا لري، چې شریر ګاونډی یوه ناکامه هڅه وکړي، چې په افغانستان کې بلې جګړې ته لار پرانېزي.»

‏ميرويس افغان زياته کړې، چې په هېواد کې بله جګړه هیڅ افغان نه غواړي او په خبره یې هغه کسان باید و غندل شي او رسوا کړل شي، چې د پاکستان پر لاس افغانستان ته یا د بلې جګړې راوړلو هڅه کوي یا د پاکستان په لارښوونه په افغانستان کې د سیاسي بدلون لپاره را غونډېږي.

ياده دې وي،‌ چې په دې وروستيو کې ځينې راپورونه خپاره شوي، چې پاکستان د روانې اګست مياشتې په پای کې د افغانستان د سرپرست حکومت د ځينو مخالفينو او پخوانيو سياسيونو د يوې غونډې کوربه‌توب کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version