د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې د یاد ولایت مرکز جلال اباد ښار امنیې قوماندانۍ مخې ته نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې څو تنو غلو چې له يو کس څخه يې مبايل او نور توکي په زور اخیستي وو او د ريکشا په وسيله يې تېښته کوله د مجاهدينو په ځوابي ډزو کې د غلو ريکشا چلوونکی ملګری وژل شوی.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ د امنيتي چارو مرستيال مل پاسوال مولوي محمد طاهر مبارز ویلي، چې دا اقدام وروسته له هغې شوی چې متضرر کس له لوري امنیتي ځواکونو ته د يادو غلو د نيولو شکايت وشو؛ خو کله چې امنیتي ځواکونو ورته د درېدلو امر وکړ له ريکشا څخه پر مجاهدينو ډزې وشوې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې د امنیتي ځواکونو له ډلې هم یو تن ټپي شوی دی.