د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې د شهید شویو خبریالانو رسمي شمېر د «سائد نبهان» په نوم د یوه فلسطیني خبریال له شهادت سره ۲۰۳ کسانو ته ورسېد.

«سائد نبهان» تېره ورځ د غزې ښار النصیرات پنډغالي ته نږدې، د صهیونیستي رژیم د یوه نښان ویشتونکي له خوا شهید شو.

د فلسطین غزه ښار، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې له اوومې نېټې راهیسې د صهیونیستي رژیم له پرله پسې بریدونو سره مخامخ دی پکې تر دې مهاله څه باندې ۴۶ زره کسان شهیدان شوي او تر ۱۰۸ زره ډېر کسان ټپیان شوي.

غزه کې د شهید شویو بې دفاع خلکو په ډله کې خبریلان، روغتیاپالان او د خیریه موسسو کارکوونکي هم شامل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version