د قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛
په ننګرهار ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۲ کلنه دښمني د يوې غونډې په ترڅ کې پايته‌ ورسېده او په دوستۍ بدله شوه.

په دې غونډه کې چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس الحاج رحمت الله “غازي عمر”، د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري او ګڼو نورو مسؤلینو، قومي مشرانو، علماء کرامو او ځوانانو ګډون کړی وو د دواړو کورنيو تر منځ سوله وشوه او اوږده دښمني یې په دوستۍ بدله شوه.

همدارنګه ګډونوالو د دښمنیو ناوړه پایلې وڅیړلې او ښاغلي غازي عمر یادونه وکړه چې په تېر کال کې یې په ننګرهار کې لسګونه شخړې حل کړې دي او د نورو شخړو د حل هڅه کوي.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته تېر درې کاله نه يوازې چې جګړه نشته بلکې د بېلابېلو حکومتي ادارو او مشرانو په هلو ځلو د خلکو تر منځ زرګونه د شخړو پېښې حل او فصل شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version