د ننګرهار ولایت مقام رسنیو دفتر وایي، د دغه ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله یوه قابله مړه شوې او پنځه نورې ټپیانې شوې دي.

پېښه نن مازدیګر ناوخته د یادې ولسوالۍ په لنډي خیبر سیمه کې رامنځته شوې.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ویاند، نقیب‌ الله رحیمي ویلي چې دې پېښه کې یو ماشوم او موټر چلوونکی هم ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، ټپیان د لعلپورې او مومندرې د روغتیايي مرکزونو کارکوونکي دي، چې دا مهال د ننګرهار حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version