د ننګرهار ولایت مقام رسنیو دفتر وایي، چې په دغه ولایت کې يوه بهرنۍ تبعه مېرمن او د هغې افغان خاوند د اسلام پر مبارک دين مشرف شوي.

سرچینې زیاته کړې، دوی وړاندې عیسویت ته تبلیغ کاوه؛ خو په دې وروستيو کې يې د افغان علماؤ په غوښتنه د اسلام مطالعه پيل کړه او بالاخره يې د شهادت کلیمه وويله.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ‏دغه افغان سړی، د کاپيسا ولايت اصلي اوسېدونکی دی او ویلي یې دي، چې په ۲۰۱۰ کال کې عيسوي شو، چې بيا ده او مېرمنې يې خلک عيسويت ته بلل.

‏دوی ویلي، چې په خپله خوښه یې اسلام دین منلی او پاتې ژوند به د اسلام مبارک دين تر سيوري لاندې تېروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version