په دې وروستیو کې په بهر کې د افغان حکومت مخالفو ډلو ټپلو د افغانستان د بیا اشغال لپاره په غرب کې پراخ کمپاین پیل کړی دی. د مقاومت له ډلې نیولې بیا په بېلابېلو نومونو او ادرسونو د نورو جوړو شویو ډلو ټپلو مشران چې په غرب کې مېشت دي، نږدې له هر سټېج او ټرېبـیونه بهرنیان او په ځانګړې توګه غربیان هڅوي چې ګواکې افغانستان د دوی لپاره ګواښ دی او دوی باید هلته بېرته مداخله وکړي او خپل نظامیان واستوي، خو د دوی له دغو ټولو هڅو او منډو ترړو سره سره، د نړۍ او په ځانګړې توګه د غرب ځواب منفي او سوړ دی.

دغه کسان چې د افغانستان بیا اشغال ته لابي کوي، هماغوی او یا هم د هغو پلرونو زامن دي، چې په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د ناټو او امریکا له یرغل سره جوخت د دښمن په څنګ کې ودرېدل او له امریکايي او غربي ځواکونو سره یې اوږه په اوږه د افغانستان د اشغال، د افغانستان د ارزښتونو د بدلون او دغه راز د غربي ډیموکراسۍ او ارزښتونو د ترویج لپاره یې اوږده جګړه پر مخ بېوله، په دې لاره کې یې لسګونه زره هېوادوال له منځه یووړل، لسګونه زره نور یې دایمي معیوب او زرګونه نور یې د زندانونو د تورو تمبو شاته په کلونو، کلونو شکجنه کړل.

د اشغال له ماتې سره جوخت د دوی ټغر هم ور ټول شو، خو اوس دوی بیا لګیا دي، هلته پرله‌پسې کمپاینونه او لابي کوي، ترڅو افغانستان ته بیا بهرنیان راولي، دا وطن پرې وران، خلک یې پرې شهیدان، بې کوره او بې عزته کړي، ترڅو د دې ټولو په بدل کې د دوی بنګلې ابادې، شخصي ګټې یې خوندي او د فحاشۍ او عیاشۍ د ژوند عربې یې په حرکت راشي. دوی ټوله ورځ همدا خوبونه ویني او د رښتیا کېدو لپاره یې هلې ځلې کوي.

خو دا خوبونه بیا ځکه نه رښتیا کېږي، چې یو خو افغانستان هغه د ۲۰۰۱م کال افغانستان نه دی، بل دا چې د دوی بادارانو او نیواکګرو ته په افغانستان کې شل کاله داسې درس ورکړل شوی، چې آن نسلونه به یې هم یاد ساتي، دوی دلته ګوډ شول، مات شول او هډونه یې لا هم د دې وطن په دښتو او میرو کې پاتې دي. افغان ولس ته د دوی او د دوی د بادارانو هغه رښتونې څېره معلومه ده، بیا یې نه په وعدو تېروځي او نه هم ورته د راتګ اجازه ورکوي.

دا مخالفین چې په تېرو څلورو کلونو کې په خپلو شومو پلانونو کې پرله‌پسې ناکام شول، اوس یې دا نوې لوبه را ګرمه کړې او فکر کوي چې ګواکې په دې ډول به دوی بېرته خپلو شومو موخو ته ورسېږي، خو دا کار اصلاً او ابداً شونی نه دی او دوی به د تېر په څېر په خپله دې لوبه کې هم ناکامېږي او شومې موخې او بدبینۍ به یې ولس ته لا پسې په ډاګه کېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version