د ننگرهار روغتیايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په سیمه‌ییز روغتون کې د یو مرگوني ناروغ د دماغي تومور عملیات په بریالیتوب سره شوي دي.

له ننگرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یو ناروغ چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د دماغ تومور په ناروغۍ اخته شوی وو او له امله یې ناروغ مرگوني حالت ته رسېدلی وو، ننگرهار سیمه‌ییز روغتون کې د عصبي جراحي (نیروسرجري) څانگې روغتیا پالو وکولی شول چې یاد ناروغ ته په کامیابه توگه عملیات وکړي.

د عصبي جراحي څانگې مسوول ډاکټر ضمیرالدین خالد وایي، له عملیات نه مخکې یاد ناروغ شدیده سر دردي، زړه بدوالی، لاس او پښې فلج او اختلاجات لرل چې له امله یې ناروغ مرگوني حالت ته رسېدلی وو.: «دغه ناروغ له تېرو دوو کلونو راهیسې په دغه ناروغۍ اخته وو چې دلته په روغتون کې له ټولو معایناتو وروسته یې ناروغي معلومه او د نیروسرجري ډلې له‌خوا یې خطرناک جراحي عملیات په بریا سره سرته ورسېده.»

د خالد په خبره، د یاد ناروغ ټوله کورنۍ په اندېښنه کې وه چې له یادې ناروغۍ به دی ښه نه شي، خو اوس خوښ دي چې ناروغ یې روغ رمټ شوی.

اوسمهال د کابل په گډون د هېواد په گڼو ولایتونو کې افغان ډاکټران توانېدلي چې پېچلي عملیات هم په بریالیتوب وکړي.

عام خلک د عامې روغتیا وزارت څخه غواړي چې په هېواد کې د دولتي او خصوصي روغتونونو کیفیت لوړ کړي، څو افغان ناروغان گاونډیو هېوادونو ته اړ نه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version