د ننگرهار ځايي امنیتي مسوولین وايي: د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د داعش یو نظامي مسوول وژل شوی دی.

د المرصاد په نامه رسنۍ چې د داعشیانو پر ضد فعالیت کوي او وخت ناوخت د دوی په اړه خبرونه خپروي، لیکلي: چې په دغو عملیاتو کې د داعش یو غړی ذاکر الله چې په ابو شېر مشهور و، وژل شوی دی.

د یادې رسنۍ په حواله، ابو شېر د ننگرهار د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی او د همدې ولسوالۍ د داعش نظامي مسوول هم و.

د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دې عملیاتو په نتیجه کې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

اوسمهال په ننگرهار کې د داعش ډله له منځه تللې؛ خو له تېرو څه کم دوو کلونو راهیسې دا لومړی ځل دی چې په ننگرهار کې د داعش غړی وژل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version