د ننگرهار ځايي مسوولین وايي، د مومندرې بېلې سیمه د یو پُل او سړک جوړولو سروې پیل شوه.

له ننگرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ننگرهار والي ملا محمد نعیم اخوند، د ټولگټو چارسمبالی وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د مومندرې ولسوال محمد اجمل شگیوال او تخنیکي ډلې یاده سیمه له نږدې لیدلې او د مومندرې ولسوالۍ په بېلې سیمه کې د یو کیبلي پًل او سړک جوړولو سروې عملاً پیل کړه، چې ډېر ژر به یې د جوړونې چارې هم پیل شي.: «د دغه کيبلي پُل او له بېلې څخه تر چکنور پورې سړک په جوړېدو سره به د سيمې خلک د سيند له خطر څخه وژغورل شي او تگ راتگ به يې اسانه شي.»

د مومندرې په بېلې سیمه کې وروسته له هغه د پُل جوړولو پرېکړه شوې، چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ یوه کښتۍ اوبو کې ډوبه شوه، چې له امله یې ځینې سپرلۍ شهیدان شول او ځینې ترې ژوندي وژغورل شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version