د ننگرهار ځايي مسوولین وايي، نن سهار اووه نیمې بجې د ننگرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند د باسول سیمې په سیند کې د یوې جنراتوري کښتۍ د ډوبېدو له امله ۲۰ تنه شهیدان شوي دي.
د ننگرهار له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په شهیدانو کې ښځې او ماشومان دي او پینځه تنه ژوندي ژغورل شوي دي.
د خبرپاڼه له مخې، تر دې مهاله د پینځو تنو جسدونه له اوبو راویستل شوي او د پاتې جسدونو د پیدا کولو هڅې روانې دي.: «سيمې ته د عامې روغتيا رياست بېړنيو پېښو ته د رسيدنې ډله او نور مسوولین رسېدلي دي تر څو د پاتې کسانو جسدونه پيدا او انتقال کړي.»
د ننگرهار په گڼو ولسوالیو کې د کابل سیند تېر شوی. د ننگرهار مومندره او لالپوره هغه ولسوالۍ دي، چې یاد سیند پکې تېر شوی دی.
په یادو دواړو ولسوالیو کې د پلونو د نشتوالي له امله ځايي خلک کښتۍ کاروي، چې وخت ناوخت ډوبېږي او خلکو ته پکې درنه مرگژوبله اوړي.