د ملي دفاع وزارت وايي، د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د زړه جراحي څانگه پرانیستل شوه.


له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، له دې وروسته به د نورو هېوادونو په کچه په دغه روغتون کې هم د زړه پېچلي عملیات په بریالیتوب سره کېږي.


د ملي دفاع وزارت د پلان او پالیسي مرستیال محمد قاسم فرید د زړه د جراحي څانگې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د ملي دفاع وزارت مشرتابه د ځانگړې پاملرنې له مخې به دې له وروسته د زړه د جراحي عملیات په دغه روغتون کې کېږي.


نوموړي وویل، د شهید سردار محمد داود خان روغتون ستونزې یې له نږدې ولیدې او ډېر ژر به د یاد روغتون شته ستونزې هوارې کړي.


په شهید سردار محمد داود خان روغتون کې داسې مهال د زړه جراحي څانگه پرانیستل کېږي، چې یوه میاشت وړاندې په یاد روغتون کې د لومړي ځل لپاره د افغان متخصصیو ډاکټرانو له لوري په بریالیتوب سره دماغي عملیات شوي وو.


د روغتیا برخې کارپوهان وايي، افغان حکومت باید دولتي او خصوصي روغتونونه مجهز، افغان ډاکټرانو ته په بهر کې او کور دننه د تخصص پروگرامونه پیل او عصري طبي وسایل وارد کړي، چې د گاونډیو هېوادونو څخه د افغان ناروغانو مخ واوړي او په کور دننه خپله درملنه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version