د ننگرهار د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ رئیس وايي، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو بزگرانو نه گڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د ننگرهار د کرنې رئیس عبدالستار محمد وايي، د ننگرهار په ۲۲ ولسوالیو کې د تېرو څو ورځو پرله‌پسې سختو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

دی وايي، په ننگرهار کې ۱۶ زره او ۵۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه د غنمو، سبو او هندواڼو فصلونه د سېلابونو او ورښتونو له امله له منځه تللي دي.: «۵۰۷ اصله مېوه لرونکي، ۲۰۸۵ اصله بې‌مېوې ونې، ۸۳ بندونه، ۸۲ ویالې او ۱۳ زره او ۵۲۴ متره کانالونه تخریب شوي دي.»نوموړي ویلي، په ننگرهار کې ۳۰ پایې د شاتو مچیو صندوقونه، ۱۱۳۴ سره غواگانې، اوزې او پسونه هم تلف شوي دي.

ښاغلي محمد د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د فعالو موسسو له مسوولینو غوښتنه کړې، چې په دغه ولایت کې له سېلاب‌ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.په دې وروستیو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې سېلابونه د مالي او ځاني زیانونو لامل شوي دي.

د ا.ا.ا امارت په ځانګړې توګه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هلې ځلې کوي، چې د سېلابونو د زیانونه مخنیوي ترڅنګ له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ اړینې مرستې وکړي، ترڅو د ناورین مخنیوی ووشي.

له تېرو درېیو اوونیو راهیسې د هېواد په گڼو ولایتونو کې پرله‌پسې وروښتونه ورېږي، چې په گڼو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو لامل شوي دي.

که څه هم د ژمي په تېرېدو له یوې میاشتې ډېره موده اوښتې، خو بېگاه هم په غزني، میدان وردگو او پکتیکا کې سخته واوره شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version