د ننگرهار د کانال شرکت وايي، د دغه شرکت په څلور گونو فارمونو کې د وروستیو ورښتونو له امله د زیتونو ۱۳۶ ټنه حاصل له منځه تللی دی، چې ورسره ۳۱ مېلیونه افغانۍ زیان یې هم اړولی دی.

د ننگرهار د کانال شرکت رئیس غلام‌الرحمن کظیم وايي، د زیتونو او کانال نورو برخو ته په ټوليز ډول شاوخوا دوه مېليارده افغانۍ زيان پېښ شوی.:« سږکال د زيتونو حاصل ۱۹۳۲ ټنه اټکل شوی وو؛ خو د ورښتونو له امله پکې کموالی راغی.»

د ننگرهار زیتون د نړۍ په کچه مشهور دي؛ خو په ننگرهار کې د تېرې میاشتې سختو ورښتونو او بادونو له امله د دغه کانال سلگونه ونې له منځه تللې دي.

د یوه بل خبر له مخې، په ننگرهار کې ۸۳ راستانه شوو کډوالو کورنیو ته د خیاطۍ وسایل وېشل شوي دي.

د کډوالو وزارت ویلي، په وېشل شوو توکو کې د جامو گنډلو ماشینونه شامل دي او د خیاطۍ اړوند وسایل هم ورکړل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version